جنتری

«    آبان 2013    »
يدسچپجش
 
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31
 

آرشیو

دي 2011 (16)
ارديبهشت 2011 (1)
فروردين 2011 (3)
اسفند 2010 (8)
بهمن 2010 (18)

 
دکندهار ولايت په ميونډ ولسوالۍ کې دجوماتونو دبيا جوړونې لپاره ددولت له بودجي څخه پيسې وويشل شوي . دميونډ ولسوال حاجي عبيدالله باوري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په ميوند ولسوالۍ کې هغه جوماتونه چې دجګړي په وخت کې زيانمن شوي دي بايد بيا جوړ شي .

» ادامه 

دکورنۍ دحقوقو په نامه يوورکشاپ په هلمند ولايت کې پرانستل شو. دهلمند ولايت داستيناف محکمې رييس سيد حسين نجيبي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه ورکشاپ دبيا جوړونې دولايتي ټيم په مرسته ددغه ولايت دمرکز او اتو ولسواليو دقضايي او عدلي ادارو کارکوونکو ته جوړ شوى چې قاضيان ،څارنوالان ، مدافع وکيلان، دبشر دحقوقو استازي، دعدليې رياست مسوولين، دښځودچارو رياست استازي او ځينې نور ي اداري پکي برخه لري. په دغه ورکشاپ کې دکورنۍ دحقوقو ، دبچيانو په وړاندې دکورنۍ دچارواکو ددندو او دمدنې حقوقو په ګډون دنورو موضوعګانو په باب دعدلي او قضايي پياوړو ښوونکو له خوا لوست ورکول کيږي.

» ادامه 

دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا د دواړو مجلسونو هيئت دايران په اسلامي جمهوريت کې دميشتومهاجرينو له استازو سره په تهران کې وکتل او دهغوى ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل او ددغه هيواد له مقاماتو سره يې طرح کړل . دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ په دې کتنه د مهاجرينو استازود ځينو هغو اسانتياو له امله په منني سره چې دايران داسلامي جمهوريت له خوا او دافغانستان دحکومت او په تهران کې دافغانستان دسفير ډاکتر عبدالله عبيد په هلوځلو سره برابري شوي دي .

» ادامه 

دامريکا سفير پرون د بلخ له والي سره وکتل او دافغانستان له خلکو سره يې ددغه هيواد په همکاريو ټينګار وکړ . . دبلخ له ولايت څخه دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دبلخ والي عطا محمد نور دامريکا دمتحده ايالاتو له سفير سره له خبرو اوکتنې وروسته په يو خبري کنفرانس کې وويل .

» ادامه 

دملي شورا پارلماني هئيت په تهران کې دفلسطين د انتفاضه سره دملاتړ په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ او دملي شورا ددواړو مجلسونو رئيسانو دکنفرانس په لومړي او دويمه ورځ د فلسطين د حقوقو داعاده کولو دملاتړ په باب خپلې ويناوي وکړي .

» ادامه 

په افغانستان کې دناتو د ملکي برخې جګپوړي استازي پرون له غرمي وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او خبري يې ورسره وکړې . دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي حالاتو او دافغانستان او دسيمې دمهمو روانو مسئلو په باب خبرې وکړې .

» ادامه 

د وزيرانو شورا نوبتي غونډه پرون له غرمي مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه . دباختر اطلاعاتي اژانس ته دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست دمعلوماتو له مخې ، په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په هيواد او سيمه کې دوروستيو حالاتو او بدلونونو په باب خبرې وکړې او دطرحه شويو مسئلو او دحکومت د پلانونو په باره کې يې د وزيرانو شورا له غړو سره خبرې او سلا مشورې وکړې .

» ادامه 

دافغانستان دجمهوري رياست دحکم او دوزيرانو شورا دپريکړي په نظر کې نيولو سره له هيواد څخه بهر دلوړ پوړو دولتي چارواکو دسفر اود سفرونو داغيزمنتيا او دبي ځايه او غير ضروري سفرونو څخه دمخنيوي په موخه دبهرنيو چارو وزارت ددې وزارت ټولو څانګو اوهمدارنګه دافغانستان ټولو دولتي ادارو اووزارتونو ته خبر ورکوي او غوښتنه کوي چې دجمهوري رياست دحکم او دوزيرانو شورا دپريکړو په نظر کې نيولو سره دې غير ضروري سفرونو دترسره کولو څخه مخنيوي وشي . په همدې موخه دبهرنيو چارو په وزارت کې دهيواد څخه بهر ته دلوړو پوړو دولتي چارواکو دسفرونو د ارزونې لپاره دلايحې دترتيب په موخه يوه کاري کميټه په دنده ګومارل شوې ده ، چې دسفرونو اغيزمنتيا اونه اغيزمنتيا تر څيړنې لاندې نيسي او په دې اړه تصميم نيسي دغه کميټه په پام کې لري چې دنظر وړ فورمه داداراتو او چارواکو په پته واستوي تر څو دسفر کوونکي اويا اړونده اداري له لوري د ډکونې څخه وروسته دکميټې له لوري وړ اوياناوړ وبلل شي .

» ادامه 

زموږ په هيواد كې د نوې مرحلې له پيله لس كاله تيريږي. هغه مرحله چې د طالبانو له سقوط سره سم پيل سوه او د افغانستان اسلامي جمهوريت تاسيس سو.
بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله رب العالمين والصلوة والسلام على خاتم النبيين گرانو هيوادوالو؛ د افغانستان غیور او صبور ملته ! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته، زموږ په هيواد كې د نوې مرحلې له پيله لس كاله تيريږي. هغه مرحله چې د طالبانو له سقوط سره سم پيل سوه او د افغانستان اسلامي جمهوريت تاسيس سو. د معارف، صحت، اقتصادي پراختيا، قانون جوړونې، د زيربناوو د احيا او د هيواد د بياجوړونې په نورو حوزو كې له ټولو سترو كاميابيو سره سره، له بده مرغه سولې او امنيت ته درسيدو په برخه كې زموږ د خلكو ستره اّرزو پوره نسوه. څنګه چې مې دمخه هم ويلي وو، سږكال د افغانستان لپاره اساسي او حياتي اهميت لري. زما په پوهه سږكال سرنوشت جوړوونكى كال دى. له يوې خوا موږ

» ادامه 

د روسيې په فدراتيف جمهوریت کې
د افغانستان د اسلامي جمهوريت
لوی سفير او فوق العاده استازی


سفير، د روسيې په فدراتيف جمهوريت کې د افغانستان د ولس مشر او حکومت رسمي استازی دی.
په دې ټوګه هغه په روسيه کې د خپل هېواد تر ټولو نه لوړ پوړې نماينده ګڼل کېږي.
په روسيه کې د افغانستان لوی سفير عزیزالله کرزی دی.
ښاغلي عزیزالله کرزي، د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په لسمه خپل باور لیک د روسيې ولس مشر ديمتري اناتوليوويچ ميدويدوف ته وړاندې او په رسمي توګه د روسيې په فدراتيف جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوی سفير او فوق العاده استازي په توګه ومنل شو.
د روسيې په فدراتيف جمهوريت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير ،هممهاله د ارمنستان،اذربايجان ،بلاروسيه ،ګرجستان او ملاداويا په هېوادونو کې د افغانستان غير مقيم سفير دی.
د ښاعلي عزيزالله کرزي لنډ ژوند ليک:
دزوکړې نېټه: د ۱۹۳۶ کال د جون ۲۳ نېټه
د زوکړې ځای :افغانستان، کندهار.
ښاغلي کرزی په پښتو،دري، عربي، انګلسي او اردو ژبو پوهېږي، غېږېږي او ليکنې پرې کولای شي.
زده کړې:
-۱۹۶۷ کال : کابل پوهنتون، د حقوقو پوهنځی ،سياسي علوم
-۱۹۷۰کال : عسکري خدمت.
-۱۹۷۶کال : په پاکستان کې د افغانستان د قونسلۍ لومړی سکرتر.
-۱۹۷۹ کال : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دپروتوکول دڅانګې غړی.
-۱۹۸۲ کال : د چک په جمهوریت کې د افغانستان قونسل.
-۱۹۸۳ کال : د چک د پراګ پوهنتون کې د سياسي علومو او ديپلوماسي د ماسترئ اخيستل.
- ۱۹۸۵کال : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دلومړي مديريت غړی.
- ۱۹۸۷کال : په عراق (بغداد) کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر.
- ۱۹۸۹کال : دملګرو ملتو د کډوالو د ادارې په څانګه کې څارونکی
- ۱۹۹۴-۲۰۰۰ کال : په پولند کې د افغانستان سفير.
- ۲۰۰۰-۲۰۰۲ کال : د افغانستان د ولس مشر مشاور.
- ۲۰۰۲-۲۰۰۶کال : په چک کې د افغانستان سفير.
- ۲۰۰۷-۲۰۱۰کال : په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير
د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر له مياشتې راهیسي په روسيه کې دافغانستان لوی سفیر.

» ادامه 

 
 
:شماره های تماس
   
ش. مسکو، کوچئ پاورسکیه -42