جنتری

«    مهر 2016    »
يدسچپجش
 
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

آرشیو

دي 2011 (16)
ارديبهشت 2011 (1)
فروردين 2011 (3)
اسفند 2010 (8)
بهمن 2010 (18)

 

دملي شورا پارلماني هئيت په تهران کې دفلسطين د انتفاضه سره دملاتړ په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

پشتو


دملي شورا پارلماني هئيت په تهران کې دفلسطين د انتفاضه سره دملاتړ په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ
دملي شورا پارلماني هئيت په تهران کې دفلسطين د انتفاضه سره دملاتړ په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ او دملي شورا ددواړو مجلسونو رئيسانو دکنفرانس په لومړي او دويمه ورځ د فلسطين د حقوقو داعاده کولو دملاتړ په باب خپلې ويناوي وکړي . دمشرانو جرګې دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، دغه کنفرانس چې دايران داسلامي جمهوريت په کوربه توب دنړۍ دپارلمانونو درئيسانو او استازو ، دفلسطين دبيلابيلو ډلو دمشرانو مسلمانواو غير مسلمانو د سياسي اوفرهنګي شخصيتونو په ګډون دتلي دمياشتې په نهمه اولسمه نيټه دايران داسلامي شورا درييس علي لاريجاني په مشرۍ جوړ شو دايران داسلامي جمهوريت مشر ايت الله العضما خامنه يي دخپلې پرانستونکي وينا په ترڅ کې دفلسطين داشغال دبيلابيلو اړخونو ، دفلسطين له حقوقو سره په ملاتړ کې داسلامي ټولنو درول او دفلسطين دټولى ځمکې داعاده کولو په باب خبرې وکړې او دفلسطين دويشلو لپاره يې هره طرحه مردوده وبلله او وړانديز يې وکړ چې دفلسطين دمسئلي په حل کې بايد دټول پوښتنې په خاطر د فلسطينيانو دخلکو رايي ته مراجعه وشي . دغه راز په دې کنفرانس کې دافغانستان دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي او دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار خپلې ويناوي واورولي او دفلسطين دحقوقو داعاده کولو په خاطر يې دافغانستان دخلکو اوملي شورا ددواړو مجلسونو دملاتړ مراتب څرګند کړل او وي ويل چې دافغانستان مجاهد او مقاوم ملت دتاريخ په اوږدوکې دفلسطين دخلکو د روا حقوقو ملاتړ کړي دى اوکوي يې . دوى په خپلو ويناو کې دافغانستان بحراني حالت او په افغانستان کې په پټه اوښکاره دبهرنيانو لاس وهنو ته اشاره وکړه او داسلامي نړۍ له مشرانوڅخه يې وغوښتل چې دسولې دټينګښت اود امنيتي مسووليتونو دليږدونې په لاره کې دافغانستان ملاتړ او ورسره مرسته وکړي . په کنفرانس کې دفلسطين يو مبارز مشر خالد مشعل او دفلسطين دبيلابيلو ډلو مشرانو ، دعراق ، کويت ، لبنان ، قطر اندونيزيا او دپاکستان دهيوادونودپارلمانونو رئيسانو او استازو او دنورواسلامي هيوادونو سياسي او فرهنګي شخصتيونو دفلسطين دتير، اوسني او راتلونکي حالت په باب ويناوي وکړي . البته دکنفرانس روحيه داسې وه چې اوس دملګروملتوسازمان له خوا دفلسطين دپيژندلو مسئله طرحه ده چې دفلسطين دخپلواکي اداري درييس محمود عباس له خوا طرحه شوې ده چې په دى طرحه کې دفلسطين په سلوکې يواځي ٢٢ خاوره شامله ده او نوره به يې له اسرائيلو سره پاتې شي او څرګنده يې کړه چې دفلسطين دخاوري ترورستي برخې پوري بايد دصهيونستي تيري کوونکو پرخلاف مبارزه وشي او فلسطين به هغه وخت دملګرو متلو دسازمان غړيتوب ترلاسه کړي چې خپله ټوله خاوره په واک کې ولري . بايد وويل شي دافغانستان دهئيت نور غړي دمشرانوجرګې منشي عبدالولي راجي ،سناتور ګل احمد اعظمي او د ولسي جرګې غړو خالقداد بلاغي ، ملا محمد فيضي ، مولوي حبيب الرحمن ، ولي شاه نايب زاده ، فکوري بهشتي ، الله ګل مجاهد او د ميرمن اصفه شاداب او دافغانستان څو تنو جيدو عالمانو دکنفرانس په کار کې له ګډون سربيره دپنځه ګونو مشورتي کميسيون په غونډو کې چې دکميسيون له خوا جوړه شوه ګډون وکړ او دفلسطين دراتلونکي په باب خپليې طرحي اونظريې څرګندي کړي . دغه کنفرانس تير ماښام ديوې وينا په صادريدو سره پاى ته ورسيد چې له ټولو اسلامي ټولنو څخه غوښتل شوي دي چې دفلسطين داشغال دلري کولو لپاره له هر راز ممکني لاري خپل ديني رول او مسووليت ادا کړي او لازم اقدامات وکړي . ديادونې وړ ده شهيد استاد برهان الدين رباني چې ددغه کنفرانس له برخه والو څخه و د کنفرانس په يوه برخه کې دارواښاد دعکس په ايښودلو سره دهغه درناوي وشواو دمجلس رييس دسياسي بين الاسلامي او نړيوالې مطرحه څيري او دفلسطين دخلکو دپخواني دوست په توګه داستاد رباني دشهادت له امله خواشيني څرګنده کړه . ديوبل خبر له مخې دملي شورا ددواړومجلسونو رييسان اوملګري هئيت يې پرون غرمه دايران له اسلامي جمهوريت څخه کابل ته راستانه شول او دکابل په نړيوال هوايي ډګر کې دشورا يو شمير غړو او دملي شورا ددواړو مجلسونو ددارالانشا رئيسانو له خوا يې هرکلي وشو. . (دباختر اطلاعاتی آژانس)

 
 
:شماره های تماس
   
ش. مسکو، کوچئ پاورسکیه -42