دملي شورا د دواړو مجلسونو هيئت دايران په اسلامي جمهوريت کې دميشتومهاجرينو له استازو سره وکتل |
|
دملي شورا د دواړو مجلسونو هيئت دايران په اسلامي جمهوريت کې دميشتومهاجرينو له استازو سره وکتل دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي شورا د دواړو مجلسونو هيئت دايران په اسلامي جمهوريت کې دميشتومهاجرينو له استازو سره په تهران کې وکتل او دهغوى ستونزې او وړانديزونه يې واوريدل او ددغه هيواد له مقاماتو سره يې طرح کړل . دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتردباختراطلاعاتي اژانس ته خبرورکړ په دې کتنه د مهاجرينو استازود ځينو هغو اسانتياو له امله په منني سره چې دايران داسلامي جمهوريت له خوا او دافغانستان دحکومت او په تهران کې دافغانستان دسفير ډاکتر عبدالله عبيد په هلوځلو سره برابري شوي دي . دايران په ښارونوکې دجمعې او اخترونو دلمنځونو داداکولو په باب د اهل سنت او جماعت دافغان مهاجرينو غوښتنه ، دافغان دبنديانو دستونزي لري کول او دمهاجرينو دماشومانو دروزنې دزمينو دبرابرولو په برخه کې زياته پاملرنه طرحه کړه چې دايران داسلامي جمهوريت له مقاماتو سره پرى خبرې وکړې . په دې کتنه کې دمشرانوجرګې رييس فضل هادي مسلميار او دولسي جرګې رييس عبدالروف ابراهيمي دهغوى طرحې او غوښتنې پرځاى وبللى اوچمتو والي يې څرګند کړ چې موضوع دايران اسلامي جمهوريت له مقاماتو سره طرحه کړي اوهم دملي شورا ددواړو مجلسونو کميسيونونه او دافغانستان دحکومت مقامات دهغودحل دلارې دلټولو لپاره هلې ځلې وکړي . په افغانستان کې داسلامي مذهب او آن دغير اسلامي مذهب ټول پيروان دهيواد داساسي قانون له مخې دخپلو ديني مناسکو په اداکولو کې ازاد دي او دافغانستان په ټولو ښارونوکې اهل سنت او شيعه ګان دجمعې او اخترونو لمنځونه له هرراز خنډونو پرته په جامع جوماتونوکې اداکوي . په تهران کې دافغانستان سفير ډاکتر عبيد دڅرګندونو له مخې، څه ناڅه څلور زره افغاني بنديان دنشه يي توکو دقاچاقو او جنايي جرمونو په تور دايران په جيلونوکې شپې سباکوي چې څه ناڅه څلور سوه تنه يې ښځې دي . له دى امله فضل هادي مسلميار او دمشرانو جرګې هئيت او د ولسي جرګې رييس او هئيت يې په جلاجلا توګه دتهران دکنفرانس په چوکات کې دايران داسلامي شورا دمجلس له رييس علي لاريجاني سره په ايران کې دافغان اهل سنت مهاجرينو ته دجمعې او اخترونو دلمنځونو داداکولو داجازي ورکولو موضوع او هم دافغان بنديانو د مجازاتو دبخښنې او تخفيف مو ضوع او افغانستان لوري ته په مناسب فرصت کې داعدام شويو مړو دورکولو موضوع طرحه کړه . لاريجاني وويل داخترونو دلمنځونو په ادا کولو کې هيڅ ستونزه نشته خو څرنګه چې دجمعې لمنځونه او عبادي ، سياسي لمنځونه او رسمي لمنځونه وي . دايران دفقيه ولايت دفتوا له مخې بايد په هرښار کې دجمعې لمونځ اداشي او دجمعې ديوه لمانځه اداکول دمسلمانانو ديو والي سبب کيږي . لاريجاني داهم وويل آن دايران په ځينو ښارونوکې چې اهل سنت ټولنه اکثريت او شيعه ګان اقليت وي يواځي يو دجمعې لمونځ داهل سنت په طريقه اداکيږي . ده دافغان مجرينو دمجازاتوبخښنې او تخفيف په برخه کې وويل داسلامي جمهوريت په قوانينو کې دنيم کيلو نشه يي توکو ليږدونکي په اعدام محکوميږي . او په دې برخه کې مجرمين که څه ايراني وي ياد نورو هيوادونو اتباع په يو شان تر محاکمې لاندې راځي اوژمنه يې وکړه چې دنورو افغان مجرمينو په تيره بيا دښځو دمجازاتو دبخښنې او تخفيف موضوع دهيواد له مقاماتوسره طرحه کوي . په همدې ډول دملي شورا ددواړو مجلسونو دهئيت دريئسانو دکنفرانس تر څنګ مسلميار او ابراهيمي دايران داسلامي جمهوريت له جمهور رييس محمود احمدي نژاد سره دکتنې په وخت کې داهل سنت افغانانو ته دجمعې او اخترونو دلمنځونو داداکولو داجازي موضوع طرحه کړه . احمدي نژاد ددواړو ګاونډيو هيوادونو ترمنځ ددوستي دښو اړيکو دټينګښت او دوستانه اړيکو ددوام دغوښتنې په ترڅ کې داستاد رباني دشهادت له امله خپګان څرګند کړ او په خپلخه دافغانانو له خوا يې دامنيتي مسووليتونو داخستلو هرکلي وکړ ويې ويل . که څه هم دمجرمينودمجازاتو دبخښنې او تخفيف او د جمعې دلمانځه داداکولو په برخه کې په ايران کې پيچلي او ستونزمن قضايي قوانين شته سره له دې به هم دغه موضوعګانې دخپل هيواد دقضائيه قوي له رييس سره طرحه کړي چې دبنديانودليږدوني اوپه تيره بيا دافغان ښځينه بنديانو دليږدونې په برخه کې افغانستان له لوري سره په سلامشوره کې اسانتياوي برابري شي . (دباختر اطلاعاتی آژانس) |