جنتری

«    مهر 2016    »
يدسچپجش
 
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

آرشیو

دي 2011 (16)
ارديبهشت 2011 (1)
فروردين 2011 (3)
اسفند 2010 (8)
بهمن 2010 (18)

 

دامريکا سفير : پاکستان دى دافغانستان په کورنيو چاروکې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي

پشتو


دامريکا سفير : پاکستان دى دافغانستان په کورنيو چاروکې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي
دامريکا سفير پرون د بلخ له والي سره وکتل او دافغانستان له خلکو سره يې ددغه هيواد په همکاريو ټينګار وکړ . . دبلخ له ولايت څخه دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، دبلخ والي عطا محمد نور دامريکا دمتحده ايالاتو له سفير سره له خبرو اوکتنې وروسته په يو خبري کنفرانس کې وويل .دامريکا سفير پرهغو ژمنو چې دافغانستان په وړاندي يې لري دامنيت دتامينولو ، بيا رغونې او دامنيتي ځواکونو دروزنې او زياتوالي په اړوند ددغه هيواد په مرستو باندې ټينګار وکړ اوژمنه يې وکړه چې صنعتي پارکونه به هم دامريکا په مرسته جوړ شي . په دې خبري کنفرانس کې دامريکاسفير له پاکستان څخه وغوښتل چې دافغانستان په کورنيو چاروکې له لاس وهنې څخه ډډه وکړي اوله ګاونډيو هيوادونوسره دښه ګاونډيتوب تړون رعايت کړي . دامريکا سفير دغه راز وويل، دافغانستان په مقابل کې زموږ سياست هماغه دى چې دامريکا جمهور رييس بارک اوباما غواړي . ده زياته کړه: موږ له افغانستان سره دستراتيژيک تړون لاسليک کولو ته نږدي کيږو . دامريکا سفير له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل هغه هيوادونه او خلک چې دافغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه کوي او په وژنو ، ترور او ډار اچونې لاس پورې کوي پوه کړي چې له دغو ورانکارو عملونو څخه لاس واخلي . (دباختر اطلاعاتی آژانس)

 
 
:شماره های تماس
   
ش. مسکو، کوچئ پاورسکیه -42