سفير او فوق العاده استازی |
|
د روسيې په فدراتيف جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت لوی سفير او فوق العاده استازی سفير، د روسيې په فدراتيف جمهوريت کې د افغانستان د ولس مشر او حکومت رسمي استازی دی. په دې ټوګه هغه په روسيه کې د خپل هېواد تر ټولو نه لوړ پوړې نماينده ګڼل کېږي. په روسيه کې د افغانستان لوی سفير عزیزالله کرزی دی. ښاغلي عزیزالله کرزي، د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په لسمه خپل باور لیک د روسيې ولس مشر ديمتري اناتوليوويچ ميدويدوف ته وړاندې او په رسمي توګه د روسيې په فدراتيف جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوی سفير او فوق العاده استازي په توګه ومنل شو. د روسيې په فدراتيف جمهوريت کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفير ،هممهاله د ارمنستان،اذربايجان ،بلاروسيه ،ګرجستان او ملاداويا په هېوادونو کې د افغانستان غير مقيم سفير دی. د ښاعلي عزيزالله کرزي لنډ ژوند ليک: دزوکړې نېټه: د ۱۹۳۶ کال د جون ۲۳ نېټه د زوکړې ځای :افغانستان، کندهار. ښاغلي کرزی په پښتو،دري، عربي، انګلسي او اردو ژبو پوهېږي، غېږېږي او ليکنې پرې کولای شي. زده کړې: -۱۹۶۷ کال : کابل پوهنتون، د حقوقو پوهنځی ،سياسي علوم -۱۹۷۰کال : عسکري خدمت. -۱۹۷۶کال : په پاکستان کې د افغانستان د قونسلۍ لومړی سکرتر. -۱۹۷۹ کال : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دپروتوکول دڅانګې غړی. -۱۹۸۲ کال : د چک په جمهوریت کې د افغانستان قونسل. -۱۹۸۳ کال : د چک د پراګ پوهنتون کې د سياسي علومو او ديپلوماسي د ماسترئ اخيستل. - ۱۹۸۵کال : د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دلومړي مديريت غړی. - ۱۹۸۷کال : په عراق (بغداد) کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر. - ۱۹۸۹کال : دملګرو ملتو د کډوالو د ادارې په څانګه کې څارونکی - ۱۹۹۴-۲۰۰۰ کال : په پولند کې د افغانستان سفير. - ۲۰۰۰-۲۰۰۲ کال : د افغانستان د ولس مشر مشاور. - ۲۰۰۲-۲۰۰۶کال : په چک کې د افغانستان سفير. - ۲۰۰۷-۲۰۱۰کال : په سعودي عربستان کې د افغانستان سفير د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر له مياشتې راهیسي په روسيه کې دافغانستان لوی سفیر. |