جنتری

«    مهر 2016    »
يدسچپجش
 
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

آرشیو

دي 2011 (16)
ارديبهشت 2011 (1)
فروردين 2011 (3)
اسفند 2010 (8)
بهمن 2010 (18)

 

دافغانستان دخلکو اوحکومت په جدي هوډ ټينګار وکړ

پشتو


محمد کريم خليلي : په بشړه توګه دامنيتي مسووليتونو په غاړه اخستني لپاره دافغانستان دخلکو اوحکومت په جدي هوډ ټينګار وکړ
په افغانستان کې دناتو د ملکي برخې جګپوړي استازي پرون له غرمي وروسته دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او خبري يې ورسره وکړې . دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو دامنيتي حالاتو او دافغانستان او دسيمې دمهمو روانو مسئلو په باب خبرې وکړې . دناتو دملکي برخې جګپوړي استازي سايمون ګتس دودې او پرمختيا په لاره کې دافغانستان دخلکو روحيه له هيلو ډکه وبلله او دغه راز په افغانستان کې دامنيت او ثبات دتامينولو په لاره کې دافغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو ددويم پړاو په بريالي ليږدونې باندې يې ټينګار وکړ . په دې کتنه کې دجمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي هم په مقابل کې په بشپړه توګه دامنيتي مسوليتونو په غاړه اخستني لپاره دافغانستان دخلکو او حکومت په جدي هوډ باندې تينګار وکړ او په دې لاره کې يې دنړيوالې ټولنې له خوا دافغان ځواکونو سمبالول او دظرفيتونو لوړول يې مهم وبلل . دجمهور رييس مرستيال دغه راز په هيواد کې د تروريزم او بنسټ پالنې ايديولوژيکي او تخنيکي منابعو ته داشاري په ترڅ کې دافغان امنيتي ځواکونو دظرفيتونو دلوړولو تر څنګ يې په افغانستان کې دسولې او ثبات په تامينولو کې له اغيزمنو لارو چارو څخه استفاده مهمه وبلله . دناتو دملکي برخې جګپوړي استازي دغه راز څرګنده کړه چې دنړيوالې ټولنې دژمنو په دوام او دافغان امنيتي ځواکونو د ظرفيتونو په زياتوالي سره به له ٢٠١٤ کال وروسته دباثباته او پرمختللي افغانستان شاهدان واوسو . (دباختر اطلاعاتی آژانس)

 
 
:شماره های تماس
   
ش. مسکو، کوچئ پاورسکیه -42