جنتری

«    مهر 2016    »
يدسچپجش
 
1
2
3
4
5
6
7
8
9
10
11
12
13
14
15
16
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28
29
30
31

آرشیو

دي 2011 (16)
ارديبهشت 2011 (1)
فروردين 2011 (3)
اسفند 2010 (8)
بهمن 2010 (18)

 

دبهرنيو چارووزارت بهر ته ددولتي مقاماتو دسفرونو په باب ديوي اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي

پشتو


دبهرنيو چارووزارت بهر ته ددولتي مقاماتو دسفرونو په باب ديوي اعلاميې په خپرولو سره ليکلي دي
دافغانستان دجمهوري رياست دحکم او دوزيرانو شورا دپريکړي په نظر کې نيولو سره له هيواد څخه بهر دلوړ پوړو دولتي چارواکو دسفر اود سفرونو داغيزمنتيا او دبي ځايه او غير ضروري سفرونو څخه دمخنيوي په موخه دبهرنيو چارو وزارت ددې وزارت ټولو څانګو اوهمدارنګه دافغانستان ټولو دولتي ادارو اووزارتونو ته خبر ورکوي او غوښتنه کوي چې دجمهوري رياست دحکم او دوزيرانو شورا دپريکړو په نظر کې نيولو سره دې غير ضروري سفرونو دترسره کولو څخه مخنيوي وشي . په همدې موخه دبهرنيو چارو په وزارت کې دهيواد څخه بهر ته دلوړو پوړو دولتي چارواکو دسفرونو د ارزونې لپاره دلايحې دترتيب په موخه يوه کاري کميټه په دنده ګومارل شوې ده ، چې دسفرونو اغيزمنتيا اونه اغيزمنتيا تر څيړنې لاندې نيسي او په دې اړه تصميم نيسي دغه کميټه په پام کې لري چې دنظر وړ فورمه داداراتو او چارواکو په پته واستوي تر څو دسفر کوونکي اويا اړونده اداري له لوري د ډکونې څخه وروسته دکميټې له لوري وړ اوياناوړ وبلل شي . په همدې توګه په اعلاميه کې څرګنده شوې ده دسياسي پاسپورتونو ټول درلودونکي دى د جمهوري رياست دحکم او د بهرنيو چارو وزارت سره له همغږي څخه پرته دهغو سياسي پاسپورتونو په واسطه چې له ځانه سره يې لري درسمي او غير رسمي سفرونو دترسره کولو څخه دې ډډه وکړي . (دباختر اطلاعاتی آژانس)

 
 
:شماره های تماس
   
ش. مسکو، کوچئ پاورسکیه -42