په ميونډ ولسوالۍ کې جوماتونه ددولت په مرسته بيا جوړيږي |
|
په ميونډ ولسوالۍ کې جوماتونه ددولت په مرسته بيا جوړيږي دکندهار ولايت په ميونډ ولسوالۍ کې دجوماتونو دبيا جوړونې لپاره ددولت له بودجي څخه پيسې وويشل شوي . دميونډ ولسوال حاجي عبيدالله باوري دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په ميوند ولسوالۍ کې هغه جوماتونه چې دجګړي په وخت کې زيانمن شوي دي بايد بيا جوړ شي . ده زياته کړه دکندهار ولايت مشرتابه ژمنه وکړه چې دجوماتونو دبيا جوړولو لپاره يوه اندازه پيسې د قوم مشرانو ته ورکړي . ده څرګنده کړه خلکو دولايت دمقام دايو ښه اقدام وباله (دباختر اطلاعاتی آژانس) |