د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه |
|
د وزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه د وزيرانو شورا نوبتي غونډه پرون له غرمي مخکې دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه . دباختر اطلاعاتي اژانس ته دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست دمعلوماتو له مخې ، په پيل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په هيواد او سيمه کې دوروستيو حالاتو او بدلونونو په باب خبرې وکړې او دطرحه شويو مسئلو او دحکومت د پلانونو په باره کې يې د وزيرانو شورا له غړو سره خبرې او سلا مشورې وکړې . وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مرستيال محمد کريم خليلي دخپل پروني سفر په باب چې دڅلو ر پنځوسو کيلو مترو په اوږدوالي دميدان ښار _ باميانو سړک دلومړي برخې د جوړولو دکار دپرانستلو او د دوه اتيا کيلو مترو په اوږدوالي د هغې دهغه ددويمې برخې دپيل او دغه راز د ګردن ډيوال _ چغچران سړک ( ختيځ او لويديځ دهليز ) د څلويښتو کيلو مترو سړک دجوړولودکار دپرانستلو په لاره کې چې دهرات ولايت د غور اوباميانو دمرکزي سيمو له لارې له کابل سره نښلوي ، غونډې ته معلومات وړاندي کړل او زياته يې کړه . ددغو پروژو پرانستل د حکومت کارکوونکو ته ستر برياليتوب او دسيمې خلکو ته ديادونې وړ اسانتيا ده . ده دخلکو دولولو ، مينې او علاقمندي له امله دقدر داني په ترڅ کې دغوربند او جلريز دلارې دنا امني په باب دخلکو انديښنه غونډې ته طرحه کړه . دوزيرانو شورا دجمهوري رياست دمرستيال د څرګندونو دتائيدولو په ترڅ کې دکورنيو چارو وزارت موظف کړ چې دغوربند _ باميانو او د جلريز _ بهسودو دلارو دامنيت په تامينولو کې بيړنۍ اقدام وکړي . دغه راز نور امنيتي ارګانونه يې موظف کړل چې دسترو ملي پروژو دامنيت دتامينولو او دولايتونو دخلکو امنيتي اړتياو ته دلازمي پاملرنې په لاره کې اقدام وکړي . وروسته د فوايد عامې وزير د تمويلوونکو شرايطو له پلوه د دوشي _ پلخمري سړک دبيا قرارداد دستونزو په باب غونډې ته معلومات وړاندي کړ چې دمجلس دغړو دقناعت وړ وګرځيده . او دغه وزارت موظف کړاي شو چې دپروژې د تمويلوونکي له خوا د طرحه شويو شرايطو په پام کې نيولو سره دى ددغه سړک دبيا قرارداد په برخه کې سملاسي اقدام وکړي . له اجندا سره سم دبهرنيو چارووزير په اقتصادي ، ټولنيزو ، روزنيزو او امنيتي برخو کې دافغانستان داسلامي جمهوريت او د هند جمهوريت ترمنځ دستراتيژيکي همکاريو دموافقه ليک محتوا چې دهند جمهوريت ته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دوروستي سفر په بهير کې به لاسليک شي ، غونډې ته څرګنده کړه چې دوزيرانو شورا دتائيد وړ وګرځيده . وروسته دماليې وزير دپيسو له وجهي صندوق سره دخپلو خبرو نتيجې څرګندې کړې او زياته يې کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دماليې له وزارت سره دپيسو دوجهي صندوق دپخواني پروګرام موده دتير ميلادي کال په وروستيو وختوکې پاى ته ورسيده . او په همدې ملحوظ دلندن اوکابل په کنفرانسونو کې ددغه پروګرام دنوى کولو په اړوند ټينګار او موافقه شوې ده . لکه څنګه چې په پخواني پروګرام کې دافغانستان حکومت ټاکلو هدفونو ته رسيدلى دى هيله کيږي چې په نوى پروګرام کې په پخوانيو اقداماتو سربيره دبانکوالي تدبيرونه او مالياتي تدبيرونه هم دپيسو د وجهي صندوق په پروګرام کې شامل شي . چې دبانکي سکتور پياوړتيا ، په دقيقه توګه دبانکونو څيړنه او څارنه ، داقتصادي جرمونو په وړاندي د چټک غبرکون په مقصد دظرفيت دلوړولو لپاره دپلان طرحه کول او دهيواد دبانکوالي او مالي چارو پورې نوري اړوندي موضوعګانې پکې شامليږي . دوزيرانو شورا طرحه شوي پروګرام ګټور وباله او دماليې وزارت يې موظف کړ چې دغه پروګرام د پيسو له وجهي صندوق سره بشپړ کړي او داړوندو ارګانونو په همکاري دى دهغه په تطبيق اقدام وکړي . وروسته ددغو مو اردو په اړوند د کرنې اواوبو لګولو وزارت وړانديزونه ١_هغو ولايتونو ته چې دوچکالي له امله زيانمن شوي دي د تدارکاتو دقانون ديو ويشتمې مادې د سقف په پام کې نيولو پرته د غنمو وريجي ، دکرنې دتخمونو او دحيواني خوړو چټکه ليږدونه . ٢_ په پنځوس کيلو ګرامو غنمو د پنځه ويشتو کيلوګرامو وريجي د ويش تعديل . ٣ _ د حيواني خوړو د موادو دقراردادي شرکت دپيسو له لومړي حوالي څخه د کار دښه اجرا کولو د تضمين دپيسو وضع کول . دکرني او اوبو لګولو وزارت د اداري معين او سرپرست له خوا غونډي ته طرحه شول . دوزيرانو شورا د استعجاليت په نسبت هغو ولايتونو ته چې دوچکالي له امله زيانمن شوي دي دخوراکي توکو او دحيواني خوړو دليږدونې او ويش په باب د کرنې او اوبو لګولو وزارت وړانديزونه تصويب کړل . دغونډې دکار په دوام دپکتيکا ولايت والي ، وکيلانو ، سناتورانو دولايتي شورا رييس اومرستيال خپلې سيمه ئيزې ستونزې غونډې ته طرحه کړې . د وزيرانو شورا داړوندو وزيرانو دکړنو درپوټ داوريدو په ترڅ کې دغه مراتب تصويب کړل . ١_ دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکه اداره دى له دريمې درجې څخه دويمې درجې ته دپکتيکا ولايت لوړول . په نافذو قوانينو کې دليکل شويو معيارونو له مخې وڅيړي او خپل مشخص پيشنهاد دى دوزيرانو شورا ته وړاندي کړي . ٢_ دلوړو زده کړو وزارت دى کمو ودي موندلو ولايتونو ته له يو نيم مليون ډالرو بيل کړاي شويو پيسو څخه په استفادې سره دښوونې او روزنې د پوهنتون دودانۍ جوړول په خپل ١٣٩١ کال پلان کې شامل کړي او دهغې په جوړولو دى اقدام وکړي . ٣_ دپکتيکا والي دى دعامې روغتيا له وزارت سره په تفاهم کې دغه ولايت ته دپنځه سوه زرو ډالرو بيل کړاي شويو پيسو څخه په استفادې سره په دغه ولايت دمنځني طبي انستيتوت دودانۍ په جوړولو اقدام وکړي . ٤_ دعامې روغتيا وزارت دى دوه سوه بسترو ته دپکتيکا ولايت دروغتون لوړول دخپل راتلونکي کال په پلان کې شامل کړي او دهغه داړتيا وړ پيسي دى له تمويلوونکو هيوادونو سره طرحه او تدارک کړي . ٥_ دانرژۍ اواوبو وزارت دى دپکتيکا ولايت مرکز ته دبريښنا دليږدونې دمزو غزول د ١٣٩١ کال په پلان کې شامل کړي او داوبو هغه بندونه دى چې اوس تر سروي لاندې دي دموجودو امکاناتو له مخې يو شمير دغه بندونه دراتلونکي کال په پلان کې شامل کړي . ٦_ دفوايد عامې وزارت دى تر وازه خوا پورې د خيرکوټ سړک پخول او دانګورو اډې دترانزيتي سړک دپخولو کار د ١٣٩١کال په پلان کې شامل کړي . ٧_ دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دى په پکتيکا ولايت کې د مهاجرينو د ښارګوټي دجوړولو کار په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړ کړي ٨_ دترانسپورت او دملکي هوايي چلند وزارت دى داړتيا وړ پيسو د ترلاسه کولو په صورت کې په پکتيکا ولايت کې دهوايي ډګر دجوړولو کار دراتلونکو کلونو په پلان کې شامل کړي . ٩_ دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست دى د ګوشتي ولسوالۍ دسړک دامنيت دتامينولواو د لوى لارې دکندک د جوړولو موضوع دهرارخيزو خبرو په مقصد دامنيت شورا ديوې غونډې په اجنداکې شامله کړي . ١٠ په همدې ترتيب دپوهنې وزارت موظف کړاي شو چې په ١٣٩١ کال کې دى په دغه ولايت کې ديو تخنيکي مکتب په جوړولو اقدام وکړي . دغونډې په پاى کې د بهرنيو چارو دوزير له خوا درې مورده نړيوال تړونونه غونډيې ته طرحه شول چې دتائيد وړ وګرځيدل . (دباختر اطلاعاتی آژانس) |