قونسلي ځانګه |
|||
په روسيه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت سفارت، په روسیه، بیلاروس، آذربایجان، ارمنستان مولداویا او د گرجستان په هېوادونو کې د ګرانو ميشتو هېوادوالو د چارو دښه چټک، د وخت د سپما
او لا اسانتياوو په خاطر دغه ويپپاڼه پرانستلې ده. دا نمايندګي تل او هرکله د ګرانو هېوادوالو وړانديزونو او انتقادونه ته سترګه په لارې ده. دا څرګنده خبره ده چې ښه اړيکی له لومړنۍ کتنې راپيل کېږي. موږ هيله مند يو چې دغه ويبپاڼه، تاسي د سفارت له ټولو چارو سره ښه اشنا کړي او دغه اشنايي د سفارت او هېوادوالو د لا همکارۍ او ملګرتيا سبب شي. ټول مراجعين کولای شي، د خپلو ټولو چارو: پاسپورت د اخیستو، تمدید، د ويزې د ترلاسه کولو او نورې اړتيا وړ کارونو فورمې له دغه سايته ترلاسه کړي. دغه پاڼې زموږ په سايت کې د PDF په بڼه اېښودل شوي او تاسې، کولای شي، هغه دانلود کړئ.
د اسنادو منل: د سهار له لسو بجو نه تر يوې بجې پورې. د اسناد بيرته سپارل: د ماسپښين له يوې نيمې بجې نه تر درې بجو او ديرشو دقيقو پورې. د خپلو چارو د سرته رسولو لپاره داټکي په پام کې ولرئ : 1. د پاسپورت اخيستل. فورمه، په رڼو جامو کې د ۵/۴ پر ۵/۳ کې درې قطعې عکسونه او پخوانی زوړ شوی پاسپورت. دپاسپورت اخيستو پر وخت، قونسلۍ ته د پاسپورت اخيستونکي راتګ حتمي دی. که پاسپورت ورک شوی وي، د دغو چارو او اسناد بشپړول هرو مرو دي: د پوليسو تصديق (справка) ،په ورځپانو کې خپور شوی اعلان او د دوو تنو داسې شاهدانو راوستل چې افغاني پاسپورت ولري. 2. د پاسپورت تمديد. د پاسپورت تمديدولو غوښتنليک او اصلي پاسپورت. تجارتي پاسپورتونه، يوازې او يوازې د تجارتي جواز پر اساس، د سلو ډالرو په بدل کې د یوه کاله لپاره تمديديدای شي. هر هغه څوک چې له کوم معقول معذرته پرته، د پاسپورت د وخت د پای ته رسيدو نه وروسته، په درې مياشتو کې، دتمديد لپاره نه وي راغلي، د پاسپورت د جزائی احکامو د قانون له مخې، د هر تير شوي کال په بدل کې په نقدي جريمه محکوميږي. 3. د مور يا پلار په پاسپورت کې د ماشومانو د نومونو ليکنه: فورمه، د ماشوم دوه قطعې عکسونه ۳/۴، د مور يا پلار پاسپورت او د زوکړې تصدیق. 4. افغانستان ته د تګ اجازه ليک. د دوهم هيواد د پاسپورت اصلي او کاپي. د ماشومانو لپاره د زوکړې سند. 5. هيواد ته د ستنيدو پاڼه. غوښتنليک، د افغاني اسناد کاپي او يوه قطعه عکس. 6. د تجارتي، تحصيلي او نورو اسنادو تصديق. (د بهرنيو چارو وزارت له خوا تصدیق شوی) اصل اسناد. 7. د افغاني هويت يا پيژندنې تصديق. غوښتنليک او د افغاني پيژندنې اصلي سند. 8. دنکاح وثيق د پاسپورت اصل او کاپي، دنکاح کوونکو او شاهدانو دوه دوه قطعې عکسونه. دنکاح کوونکو او دوه مسلمانو شاهدانو حضور حتمي دی. که ناکح او یا منکوحه حاضر نه وي، دهغو د وکیلانو شتوالی حتمي دی. 9. دجرمي مسئوليت د نشتوالي تصدیق. فورمه، يو قطعه عکس، د تذکرې یا پاسپورت کاپي. دا اسناد د رسمي چارو د کتنې او قانوني څيړنو دسرته رسيدو لپاره افغانستان ته ليږل کيږي، کله چې هلته د اړوندو چارو د سرته رسیدو نه وروسته، بيرته راشي، نو هغه وخت بيا د اړتيا وړ تصدیق ورکول کيږي. 10. مجردۍ تصدیق. مجردی تصدیق د افغانستان د محاکمو د وثیقو له مخی او د بهرنيو چارو وزارت د تائید نه وروسته وروکول کيږي. يادونه: که کوم څوک د بلوغ تر کلو دمخه له افغانستانه وتلی وي او هيڅکله يې افغانستان ته سفر نه وي کړی، د تصديق دغوښتونکي له خوا د وړاندي شويو اسناد او غوښتنليک له مخې هغه ته هغه وخت د جردئ تصديق ورکول کيږي، چې، دوه تنه شاهدان او نورو درې تنه دهغه دمجردئ سپارښتنه وکړي. 11.وکالتنامه. فورمه( اول، دوم مخ) ، د موکل حتمي شتوالی، دوه تنه شاهدان، په وکالتنامې کې په څرګنده او برالا د موضوع او د شرعی قوالی شمیره او حدود، د وکلاتنامې د وخت اعتبار يادونه او دهغو دوه قطعې عکسونه حتمي دي. 12. د وراثت چارې. فورمه، د وراثانو شته والي، دوه تنه شاهدان، د وراثت له اصلی سند سره مل د درې تنو اقرارکوونکو شته والی او دوه دوه قطعې عکسونه. 13. د افغانستان دتابعيت اخيستل او يا د تابعيت پرېښودل. په درې کاپيو کې د تابعيت د پرېښودو فورمه (اول، دوم مخ) ،قلمي غوښتنليک، درې قطعې عکسونه، د لسګونو ګوتو د نښو فورمه په دوې کاپيو کې او د تذکرې کاپي. د قونسلۍ چارې په غيابي توګه تر سره کیدای نه شي. |